د روغتیا نړیوال سازمان؛ هرکال نژدې ۳۰۰ زره ښځې د امیندوارۍ یا زیږون پرمهال مري
نن د اپرېل اوومه د روغتیا نړیواله ورځ ده.
د روغتیا نړیوال سازمان «ډبلیو اچ او» د دې ورځې په مناسبت پر ټولو حکومتونو او روغتیايي ټولنو غږ کړی چې د میندو او ماشومانو د مخنیوي وړ مړینې د پای ته رسولو په برخه کې دې هڅې زیاتې کړي.