د ۱۵ بشرپالو د وژنې په اړه اسراییلي چارواکي له خپلو لومړنیو ادعاوو تېر شوي
په غزه کې د ۱۵ بشرپالو مرستندویانو د وژنې په اړه اسراییلي چارواکي له خپلو لومړنیو ادعاوو تېر شوي او وايي تېروتنه شوې.
اسراییلي پوځ مخکې ویلي وو چې عسکرو یې د مارچ په ۲۳مه د فلسطین د سره صلیب په موټر کې سپاره د حماس نهه وسله وال وژلي.
له دې پېښې یوه خپره شوې ویډیو چې د یوه وژل شوي کس له مبایله ترلاسه شوې ښيي چې مرستندویان په خپلو نښاني شویو موټرو کې دي او څراغونه یې هم روښانه دي.
د اسراییلو پوځي چارواکو ویلي دوی ته جوته شوې چې له برید مخکې لومړني رسېدلي معلومات ناسم وو او اوس یې په اړه څېړنې کوي....