تېرې نژدې یوه اونۍ کې ۷ زره افغان کډوال پاکستان اخراج کړي دي پاکستان د تېرو شپږو ورځو په ترڅ کې، نژدې ۷ زره افغان کډوال په جبري ډول له هغه هېواده ایستلي دي. پاکستاني رسنیو، له هغې ډلې اکسپریس تریبیون پرون یکشنبه ( د حمل ۱۷مه) راپور ورکړ چې ایستل شوي کډوال د ۹۴۴ کورنیو غړي دي چې څه باندې ۱۷ سوه ښځې او شاوخوا ۲ زره ماشومان هم په کې دي. پاکستاني چارواکو د تېرې مارچ میاشتې تر یودیرشمې، په راولپنډۍ او اسلام اباد کې میشتو افغان کډوالو ته وخت ورکړی و چې له هغو سیمو ووځي، که نه اخراج به یې کړي. د پاکستان پولیسو د دې مهلت له پوره کېدو وروسته د افغان کډوالو ایستل ګړندي کړي دي. Читать полностью...