د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی پاکستان ته سفر کوي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی دا اونۍ پاکستان ته ځي چې د سفر موخه یې له دغه هېواد سره د اقتصادي اړیکو پياوړتیا ښودل شوې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د دوی د دفتر مشر ایریک مایر به د یوه پلاوي په مشرۍ د اپریل له اتمې تر لسمې پورې په پاکستان کې وي. ویل شوي چې دغه پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره د کانونو په برخه کې د پانګونې او په ټوله کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړي. له اقتصادي همکاریو ور هاخوا به یاد... Читать полностью...