د افغانستان او نیپال د ۱۹ کلنو کریکټ لوبه پيل شوې د افغانستان او نیپال تر ۱۹ کلنو کم عمره کریکټ لوبډلو د دریو یو ورځنیو لوبو دویمه هغه پيل کړې ده. د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او دا مهال توپ وهنه کوي. د کریکټ د نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې، نننۍ لوبه د نیپال د پلازمېنې کتمندو په مولپاني سټډیوم کې ترسره کیږي. د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړنۍ لوبه د تېرې پنجشنبې په ورځ ترسره شوه چې افغان لوبډلې نیپال ته د ۱۳۰ منډو په توپير ماته ورکړه. د دغې لوبلړۍ دریمه او وروستۍ لوبه د حمل په شلمه نیټه ترسره کیږي. د افغانستان تر نولس کلنو کم عمره لوبډله له نیپال... Читать полностью...