ملګري ملتونه؛ پاکستان دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ودروي د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ دې ودروی. په هغه اعلامیه کې چې د دې سازمان پر ویب پاڼه پرون جمعه خپره شوې راغلي، " میلیونه افغانان په پاکستان کې پرته له دې چې پر مشروع غوښتنو يې غور وشي، د ستنېدو له ګواښ سره مخ دي". په اعلامیه کې وړاندې ویلي شوي، د پاکستان د حکومت دا اقدام د بشري حقونو او کډوالۍ د نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ده. د اعلامیې له مخې په دغو اخراج شویو افغانانو کې تر ټولو ډیرې زیانمنونکې ډلې ښځې، نجونې، مذهبي او قومي لږکۍ، د بشري حقونو فعالان او خبریالان دي. Читать полностью...
Пегас запускает ежедневные рейсы в Анталию из нового аэропорта в Москве и начинает раздавать бесплатную парковку