اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا هېوادونو یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې افغانو نجونو ته د زده کړو حق ورکړي اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا د هېوادونو مشرانو په افغانستان کې نجونو ته د زده کړو د شرایطو په رامنځته کولو ټنیګار کړی دی. د دغو هېوادونو مشرانو پرون جمعه د ازبکستان په سمرقند ښار کې تر غونډې وروسته په یوې اعلامیه کې ویلي، " اړتیا ده د ټولو افغانانو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو اساسي او بشري حقونه ورکړل شي". په اعلامیه کې په افغانستان کې د یو ټول ګډونه حکومت پر جوړیدو هم ټنیګار شوی دی. که څه هم طالبان اعاده کوي حکومت يې ټول شموله دی، خو د دوی د مخالفان په ګډون، نړیواله ټولنه ورسره په دې ادعاده کې همغږې نه ده. Читать полностью...