پاکستان؛ نړیوال دې په افغانستان کې وسله والو ډلو ته د نویو او پرمختللو وسلو د لیږد مخه ونیسي، طالبان يې ردوي
په ملګرو ملتو کې د پاکستان یوه استازي پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې په افغانستان کې وسله والو ډلو ته د نویو پرمختللیو وسلو د لیږد مخه ونیسي.
په ملګرو ملتو کې د پاکستان د استازولۍ سلاکار سید عاطف رضا نن په نیویارک کې د امنیت شورا غونډې ته وویل چې په افغانستان کې وسله والې ډلې له بهرنیو ځواکونو څخه پاتې د میلیارډونو ډالرو په ارزښت وسلې لري چې د پاکستان دننه په بریدونو کې کارول کیږي.
سید عاطف رضا له خپلو نړیوالو شریکانو وغوښتل چې د دغو پاتې وسلو پراخه زیرمه دې بیرته ترلاسه کړي، وسله والو ترهګرو ډلو ته...