د ماین د ګواښونو په اړه د پوهاوي نړیواله ورځ؛ ناچادوي توکې لا هم هره ورځ د افغانان ژوند اخلي
د اپرېل څلورمه د ماینونو د ګواښونو په اړه د پوهاوي او پر وړاندې یې د اقدام لپاره د مرستې نړیواله ورځ ده.
افغانستان چې په ماینونو له ککړو هېوادونو بلل کېږي، په تېرو څو لسیزو کې د حکومتونو او مخالفو ډلو ترمنځ د وسله والو شخړو له امله په کې په پراخه کچه ماینونه کرل شوي او لاهم د دغه هېواد له خلکو څخه قربانۍ اخلي.
په افغانستان کې د ماینونو قربانیان وايي چې د بدن د غړو له لاسه ورکولو وروسته، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
رحیم الله له پخوانیو افغان پوځیانو او د افغانستان په ختیځ، ننګرهار ولایت کې د ماین له قربانیانو دی.