Где Азов, а где - Москва: на нарушение природоохранного законодательства в донском городе обратили внимание в Следкоме России
روسیي ډرون الوتکو خارکیف ښار بمباران کړ د اوکراین په شمال ختیځ کې د خارکیف ښار د استوګنې پر ودانیو د روسیې د بې پیلوټه الوتکې د پروني برید له امله لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او دوه دیرش نور ټپيان شوې دي. د سیمې والي اولیه سینیهوبوف په ټیلګرام کې لیکلي دي چې په ټپيانو کې دوه ماشومان دي. سینیهوبوف زیاته کړه چې د ژغورنې ډلې له برید څو ساعته وروسته هم په کنډوالو کې د ژوندي پاتې شویو کسانو لټه کوي. چارواکي په دې باور دي چې د جګپوړیو ودانیو تر کنډوالو لاندې به نور خلک هم پاتې وي. د خارکیف ښاروال ایهور تیریخوف وویل چې روسیي ډرون الوتکو د څلویښت دقیقو په ترڅ کې څه باندې څوارلس حملې وکړې. Читать полностью...