د ایین ساتنې غورځنګ وايي د جمهوریت لپاره ولسي تحریک پیلوي
د پاکستان د ایین ساتنې غورځنګ (تحریک تحفظ ایین پاکستان) په نوم د حکومت مخالفه شپږ ګوندي اتحاد مشرتابه ویلي چې په هېواد کې د اساسي قانون د سرلوړۍ او واکمنۍ لپاره تحریک پیلوي. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د اپرېل پر درېیمه په پښین ولسي غونډې ته وویل، د "خیر تحریک" به له ولسه جوړ وي. غونډې ته د مجلس وحدت مسلمین مشر راجا ناصر عباس وویل چې یوازې د پاکستان ایین ساتنې غورځنګ د هېواد ژغورلو وروستۍ هیله ده. ده وویل، پاکستان به هرومرو د ایین واکمنۍ پر لوري ځي او زیاته یې کړه چې د تحریک انصاف...