له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ له پاکستان څخه راستنیدونکو کډوالو لخوا د پولیو د لیږد د خطر په اړه خبرداری ورکړی دې ادارې د پنجشنبې په ورځ په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې له پاکستان څخه راستنیدونکې کورنۍ باید په پوله کې خپلو ماشومانو ته واکسین ورکړي ترڅو د ناروغۍ د خپریدو مخه ونیسي. په ۲۰۲۵ کال کې، په بادغیس ولایت کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده. که څه هم د طالبانو حکومت تېر کال مثبتې پېښې نه وې تایید کړې، خو د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې ۲۰۲۴ کال په افغانستان کې د پولیو ۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوي دي. افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هیوادونه دي چې پولیو په بشپړه توګه له منځه نه ده وړل شوې. Читать полностью...
«Вызывающий лютый непрофессионализм!»: Кушанашвили раскритиковал Ревву в роли ведущего на «Новой волне»
Саммит РФ с арабскими странами, расширение сотрудничества, конфликт в Газе: о чем говорили Путин и султан Омана