مجاهد: د کونډو او یتیمانو د ملاتړ بهیر کې د جمهوریت د سرتیرو کورنۍ هم شاملې دي د طالبانو د حکومت ویاند هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د دوی حکومت یوازې د امریکا پر وړاندې د جګړې هغو قربانیانو ته پيسې ورکړي چې د دوی په پلوۍ جنګیدلي دي. ذبیح الله مجاهد پرون ناوخته پر خپلې ایکس پاڼې/ پخواني ټویټر ادعا کړې، " په هغوو یتیمانو، کونډو او معلولینو کې چې د حکومت له لورې ورته کلنۍ پیسې ورکول کیږي، د تیرې ادارې د عسکرو او پولیسو یتیمان، کونډې او معلولین هم شامل دي". مجاهد وړاندې ویلي، دغو کسانو ته دولس نیم میلیارده افغانۍ بودیجه ځانګړې او پرې ویشل شوې ده. یو شمیر رسنیو د چهارشنبې په ورځ... Читать полностью...