پاکستان راتلونکې اونۍ د کریکټ د پنځو ښځینه لوبډلو کوربه توب کوي پاکستان به د اپریل په نهمه د پنځو هېوادونو د ښځینه کریکټ ټیمونو د لوبو کوربه توب وکړي. دغه لوبې چې د کوربه پاکستان او ویسټ انډیز، بنګله دیش، ایرلنډ، سکاټلنډ او تایلند ښځینه کریکټ لوبډلې په کې برخه اخلي، د ۲۰۲۵ کال د ښځو کریکټ جام ته د دوو لوبډلو د غوراوي په هدف ترسره کیږي. د کریکټ نړیوالې شورا " آی.سي.سي" نن د اپریل په دویمه نیټه ویلي، جام ته له مخکې شپږ لوبډلې مشخصې شوي، خو دوه نورې لوبډلې به پاکستان کې له لوبو وروسته مشخصیږي. د ښځینه و کریکټ جام ته مشخصې لوبډلې د هند، استرالیا، انګلستان، نیوزلنډ، جنوبي افریقا او سریلانکا دي. Читать полностью...