د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ د بلوچستان په یو شمېر سیمو کې احتجاجي لاريونونه کړي دي
د مارچ پر ۳۱مه د بلوچستان د چاغي ضلعې په امین اباد سیمه کې د کمېټۍ کارکوونکو او د ورکو بلوڅانو خپلوانو د لاریون پر مهال د خپلو نیول شویو ملګرو د خلاصېدو غوښتنه وکړه او ويې ویل چې د بلوڅو فعالانو خلاف رياستي کاروايي به هغوی له خپل مرامه په شا نه کړي.