افغانستان ته د پاکستان ترانزیتي سوداګري ۶۶ سلنه کمه شوې پاکستاني رسنیو پرون راپور ورکړ چې افغانستان ته د پاکستان ترانزیتي سوداګري د روان مالي کال په لومړیو اته میاشتو کې د تېر مالي کال د همدې مودې پرتله ۶۶ سلنه کمه شوې ده. یوې رسمي سرچینې وویل، د افغانستان د ترانزیتي سوداګري د تېر مالي کال د ورته مودې پرتله ۱.۴۸۹ میلیارده ډالره کمه شوې. سرچینې د دې کموالي اصلي دلیل د پاکستان له لوري د قاچاق ضد اقدامات او د وارداتو محدودیتونه ګڼلي دي خو دا په داسي حال کې ده چې د دواړو خواوو ترمنځ د بندري لارو بیا بیا بندېدا او د پاکستان له لوري د ترانزیت او ګمرکي تعرفو لوړېدا هم اغېز لرلی دی. Читать полностью...