په میانمار کې بله زلزله شوه د میانمار دوهم لوی ښار، ماندالای ته نژدې نن (یکشنبې) یوه بله زلزله وشوه. د اسوشیېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، له دې زلزلې وروسته، چې شدت یې د ریښتر په کچه ۵.۱ درجې و، خلک په ویرېدلي حالت کې واټونو ته راووتل او چیغې یې وهلې. تر اوسه د احتمالي تلفاتو او زیانونو راپور نه دی خپور شوی. دا په داسې حال کې ده چې د ژغورنې ډلو نن پرېکړه وکړه چې هغو سیمو ته داخل شي چې د وروستۍ ویجاړونکې زلزلې له امله ډېرې زیانمنې شوې دي. د اسوشیېټېډ پرېس د راپور له مخې، تر دې دمه تر ۱۶۰۰ ډېر کسان په دې زلزله کې مړه شوي دي. Читать полностью...
В Стамбуле поняли, что все туристы куда-то разбежались и не из-за землетрясения, а по другой причине: особенно быстро бегут богатые путешественники