د برما پوځي حکومت تر زورورې زلزلې وروسته په ۶ سیمو کې بیړنی حالت اعلان کړی د برما (میانمار) پوځي واکمنانو تر یوې زورورې زلزلې وروسته د نړیوالو بشري مرستو غوښتنه کړې ده او د هېواد په شپږو سیمو کې یې بیړنی حالت اعلان کړی دی.د فرانسې خبري اژانس د مارچ پر ۲۸مه تر زلزلې وروسته د پوځي حکومت مشر مېن اونګ هلېنګ ولید چې د پلازمېنې نېپيډاو په یو روغتون کې تر درملنې لاندې د ټپیانو لیدو ته ورغی. تر اوسه په برما کې په زلزله کې د مرګژوبلې شمېر معلوم نه دی خو پر رېښتر پیمانه یې شدت ۷.۷ ښوول کېږي. رویټرز اژانس وايي چې د برما ترڅنګ زلزلې ګاونډی تایلینډ هم لړزولی دی او په پلازمېنه بینګکاک کې ځینې ودانۍ ړنګې او زیانمنې شوې دي. Читать полностью...
Уральская ТПП совместно с региональными деловыми сообществами провела ТОП клуб с руководителем китайской дипломатической миссии в Екатеринбурге