روسیې په وروستیو کې افغانستان ته د مایع ګاز صادرات ډېر کړي د اروپايي اتحادیې له لوري د روسیې پر مایع ګاز د بندیزونو له نافذېدو وروسته، افغانستان او منځنۍ آسیا ته د دې ګاز صادرات زیات شوي دي. د رویټرز د راپور له مخې، په تېرو دوو میاشتو کې افغانستان ته د روسيې د مایع ګاز صادرات ۵۲٪ زیات شوي او ۷۱ زره ټنو ته رسېدلي دي. رویټرز راپور ورکوي چې اروپايي اتحادیې تېر کال پر روسي د مایع ګازو صادراتو محدودیتونه ولګول، چې له امله یې افغانستان ته د دې محصول صادرات زیات شول. دغه بندیزونه د پولنډ له لوري وړاندیز شوي وو، چې د روسي د مایع ګازو له لویو واردوونکو څخه ګڼل کېږي، او په دسمبر میاشت کې عملي شول. Читать полностью...
В шоу-бизнес через постель? Почему модель из США была вырезана из клипа “Moscow Calling” солиста группы “Парк Горького” Сергея АРУТЮНОВА?