پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو ضرب الاجل نه بدلوي د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې د غیرقانوني افغان وګړو د وتلو لپاره د مارچ د ۳۱ ضرب الاجل تمدید نه کړي. پاکستاني رسنیو نن راپور ورکړ چې د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت په یوه غونډه کې وویل چې حکومت به د مارچ د ۳۱ ضرب الاجل په کلکه عملي کړي او غیرقانوني کډوال به له هېواده وباسي. تر دې وړاندې، اسلامآباد د طالبانو د حکومت هغه غوښتنه رد کړې وه چې په اسلامآباد او راولپنډۍ کې د مېشتو افغانانو د پاتې کېدو موده وغځوي. د بخښنې نړیوال سازمان یا امنستي انټرنیشنل د پاکستان له حکومته... Читать полностью...