Экипаж Второй кругосветной экспедиции «Клуба 5 Океанов» при поддержке сети клиник «Будь Здоров» завершил первый этап путешествия
طالبان؛ په پنجشیر کې مو ۲۹۰۰ قیراطه زمرد پلورلي دي په پنجشیر ولایت کې طالبانو د دوه زره دوه سوه نهه قیراطه زمردو د پلور خبر ورکړ. په دغه ولایت کې د طالبانو د کانونو او پترولیم رییس مولوي محمد قاسم امیري پرون باختر اژانس ته وویل چې دا زمرد پر افغان سوداګرو په څه باندې یوسل او شپږ څلویښت زره ډالرو پلورل شوې دي. د تیرو څه باندې درې نیمو کلونو په ترڅ کې چې طالبانو کابل نیولی دی د پنجشیر د زمردو په شمول ګرانه بیه کاڼي تر ډيره په غیرفني ډول استخراجوي او پلوري. Читать полностью...