نن چهارشنبې په ۲۹ ولایتونو کې د سختو ورښتونو خبرداری ورکړل شوی دی د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت نن چهارشنبه(د مارچ په ۲۶مه) د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونوخبرداری ورکړی دی. د دغه وزارت د هوا پېژندنې ریاست د سه شنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه خپور کړي بیان کې ویلي چې په بدخشان، تخار، کندز، بغلان، کونړ،بلخ، پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، نورستان، لغمان، ننګرهار، خوست، پکتیکا، زابل، روزګان، دایکنډي، غور، بادغیس، سرپل،بامیان، میدان وردګ، غزني، سمنګان، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د واورې، تېز باران، بادونو او سېلابونو اټکل شوی دی. Читать полностью...