اوکرایین هڅه کوي خپل کلتوري اثار د روسیې له بمباریو لیرې خوندي ځایونو ته انتقال کړي په اوکراین کې موزیمونو خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي څو د روسیې له بمبارۍ څخه د هیواد کلتوري میراث خوندي کړي. د اوکراین د کلتوري کارګرانو د اتحادیې مشره، اولها ساهایداک وايي چې د تاریخي او کلتوري اثارو لرونکي موزیمونه هڅه کوي چې ارزښتناک توګي د هیواد خوندي سیمو ته انتقال کړي. هغه د مثال په توګه په اوډیسا کې د برسټل هوټل برید ته اشاره وکړه او ویې ویل، پر هوټل باندې د روسیې هوايي برید د ادبیاتو موزیم او د موسیقۍ د ترویج سازمان ته هم زیان ورساوه. په زاپوریژیا سیمه کې، چې تر یوې اندازې پورې د روسیې تر کنټرول... Читать полностью...