کابل ته د پاکستاني لوړپوري چارواکي سفر، خو تورخم لا هم د مسافرو پرمخ تړلی دی د تورخم لاره چې باید پرون باید مسافرو پرمخ خلاصه شوې وای، تراوسه هم تړلې ده او علت یې ظاهرا تخنیکي ستونزې بلل شوې دي. په عین حال کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی دی څو د طالبانو له چارواکو سره خبرې وکړي. هغو خلکو چې غواړي د تورخم له لارې خیبرپښتونخوا ته واوړي بېګا بیاهم شپه په راڼه ډاګ تېره کړه. د لایق خان چې د بډوډو تیږې لري، بېګا په تورخم کې یوه بله شپه هم تېره کړه. دا لاره له پوره یوې میاشتې راهیسې د مسافرو پرمخ بنده ده. لایق خان پرون چې کله له سلګونه... Читать полностью...