د کابل اوسیدنکي: هر نوي کال کې نیالګي کېنو خو د نه پاملرنې له کبله بیرته وچیږي په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت ویلي، سږ لمریز کال لپاره د میلیونونه نیالګيو کینولو پلان لري، د پلازمینې کابل او بیلابیلو ولایتونو یو شمیر اوسېدونکي وايي، ډیری پخواني کینول شوي نیالګي ورته د نه پاملرنې له امله وچ شوي دي. د کابل اوسېدونکي احمد الله ازادي راډیو ته وویل، " هر کال دولت د نیالګیو کینولو کمپاین پیلوي، خلک په دې کمپاین کې ګډون کوي، نیالګي کینوي خو دولت ورته سمه پاملرنه نه کوي، اوبه نه ورکوي چې دا بیا وچېږي." د میدان وردګو ولایت اوسېدونکی عبدالحمید هم ورته شکایت لري، " که وګورو هر کال... Читать полностью...