د لندن د هېترو په هوايي ډګر کې د اورلګیدنې له کبله په سلهاوو الوتنې لغوه شوي د لندن په هیترو هوايي ډګر کې د اورلګېدنې له امله په سلګونه زره مسافر د الوتنو له لغوه کېدو سره مخ شول. دا پېښه د اروپا په تر ټولو بوخت مسافرتي مرکز کې د برېښنا د قطع کېدو له امله رامینځته شوې چې چارواکي یې تړلو ته اړ کړل. د الوتنو د څارنې د خدماتو، فلایټ رادار ۲۴ په وینا، د هیترو هوایی ډګر ته او له دې ډګر څخه لږ تر لږه ۱۳۵۰ الوتنې اغیزمنې شوې دي. د امریکا له ښارونو څخه هم څو الوتنې لغوه شوې دي. پولیسو اعلان کړی چې تر اوسه پورې د ورانکارۍ کومه نښه نه ده لیدل شوې، خو د ترهګرۍ ضد چارواکي د پېښې لاملونه څیړي. Читать полностью...