اسراییلي ځواکونه د غزې تړانګې یو مهم دهلېز بیا نیسي
اسراییلي ځواکونه د غزې تړانګې هغه دهلېز بیا نیسي چې د هغې سیمې شمالي برخه له جنوبي برخې بېلوي.اسوشيېټېډ پرېس اژانس د مارچ پر ۲۰مه د اسراییلي پوځ په حواله ویلي دي چې ځواکونه یې د نویو عملیاتو په ترڅ کې یو ځل بیا د هغه مهم دهلېز کنټرول ترلاسه کوي.
په غزې تړانګه کې د نېڅارېم (نېتسارېم) په نوم هغه دهلېز شپږ کېلومیټره اوږد دی چې د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د جګړې له پیل راهیسې د اسراییلو ځواکونو تر واک لاندې وو. اسراییلي سرتېري له حماس سره سږ کال په جنورۍ کې تر اوربند وروسته د فبرورۍ پر نهمه له دهلېزه ووتل...