عمر خوړلې بریتانوۍ جوړه نن کابل کې محاکمه کیږي ټاکل شوې چې په کابل کې د طالبانو له خوا نیول شوې بریتانوي جوړه نن پنجشنبه ( د کب ۳۰مه) محکمې ته حاضره شي. د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې تېره شپه ناوخته د دغې جوړې د کورنۍ د غړو په حواله ویلي چې ۷۹ کلن پیټر رینولډز او میرمن یې ۷۵ کلنه باربي نن محکمه کیږي. پر هغوی د لګول شویو تورونو جزیات معلوم نه دي. دغه عمر خوړلې جوړه تېره میاشت په بامیان ولایت کې ونیول شوه. د ګارډین د راپور له مخې، پیټر رینولدز په یوه تیلفوني مکالمه کې د کابل د پل چرخي له زندانه خپلې کورنۍ ته د محکمې د ورځې خبر ورکړی دی. د دغې جوړې... Читать полностью...