یوناما: د افغانستان سوله او ثبات د افغان ښځو او نجونو پر تعلیم او کار د بندیزونو په لیرې کیدو پورې تړلې ده
د ملګروملتونو امنیت شورا پرون (د کب ۲۷مه) په هغه پرېکړه لیک کې چې له مخې یې په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوی دفتر یا یوناما ماموریت تمدید شو ویلي دي چې په افغانستان کې سوله او سوکالي تر هغه مهاله نه شي ټینګېدلای چې طالبان پر ښځو او نجونو د تعلیم او کار او په عام محضر کې د خبرو کولو بندیز لیرې نه کړي.
امنیت شورا په دې غونډه کې د رایو په اتفاق د یوناما د ماموریت موده د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۱۷پورې وغځوله.
طالبانو پر افغانستان له بیاواکمنېدو وروسته نه یوازې د ښځو پر تعلیم او کار بندیز ولګاوه، بلکې...