ملګري ملتونه: افغانستان تر هغه نه شي سوکاله کېدلی چې پر ښځو بندیزونه ليرې نه شي
د ملګروملتونو امنیت شورا طالبانو ته ویلي دي چې په افغانستان کې سوله او سوکالي تر هغه مهاله نه شي ټینګېدلای چې دوی پر ښځو او نجونو د تعلیم او کار بندیز لیرې نه کړي.امنیت شورا په خپله پرونۍ غونډه کې، چې په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوی دفتر- یوناما د کاري مودې د غځولو لپاره جوړه شوې وه له طالبانو وغوښتل چې له دې پالیسیو سمدستي لاس واخلي. امنیت شورا په خپله پرونۍ غونډه کې د یوناما د ماموریت موده د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۱۷ پورې وغځوله.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن پر ایکس خپل یوه بیان...