د طالبانو تر واک لاندي د ښځينه افغان خبریالانو وضعیت
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یو شمېر افغان ښځینه خبریالانې له فشار، تهديدونو او بندیزونو سره د مخامخ کېدو له امله نورو هېوادونو ته کډوالې شوي، او وايي، چې ژوند یې تر سختو کړاوونو لاندې تېرېږي.
د رسنیو يو شمېر ملاتړي سازمانونونه وايي په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په تازه راپور کې چې یکشنبې د کب په ۲۶مه د خبریال ملي ورځې (د کب ۲۷مې) په مناسبت خپور شو په کې راغلي چې ، په روان لمریز کال کې په افغانستان کې د رسنیو د ازادیو ځپلو بهیر یوه نوي او پېچلي پړاو ته ننوتی دی.