د ډنمارک د کډوالو شورا: د راتلونکي کال تر پایه به په افغانستان کې د بې ځایه شویو شمېر ۴۳۰ زره کسانو ته ورسېږي
د ډنمارک د کډوالو شورا (ډی ار سي) وړاندوینه کړې چې په افغانستان کې به د ۲۰۲۶ کال تر پایه د بې ځایه شویو شمېر زیات شي او له ۴۳۰ زره ډېر کسان به د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شي.
«ډي ار سي» "د ۲۰۲۵ کال د نړیوالې بې ځایه کېدنې وړاندوینه" په نوم په خپل تازه راپور کې ویلي چې له ګاونډیو هېوادونو نه د کډوالو ویستل، داخلي بې ځایه کېدنه او طبیعي افتونه هغه څه دي چې په افغانستان کې یې بشري وضعیت لا پسې پیچلی کړی دی.
په دې راپور کې راغلي دي چې د ۲۰۲۳ کال له نومبر میاشتې راهیسي پاکستان له دې هېواده د کډوالو د جبري...