افغان او پاکستاني سوداګر او مشران نن بیا د تورخم د پرانستو پر سر جرګه کیږي
ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان سوداګر نن ماسپښین مهال یوځل بیا د تورخم لارې د پرانستو پر سر سره جرګه شي.
په ننګرهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې رسنیو ته ویلي چې نننیو خبرو کې به د دوی له خوا ۲۷ سوداګر او د پاکستان له خوا ۳۷ سوداګر او قومي مشران ګډون کوي.
دوی تېره اونۍ هم د دغې لارې د خلاصون پر سره سره ناست وو او د دواړو هېوادونو له حکومتونو یې د تورخم د خلاصېدو غوښتنه وکړه، خو خبرو یې لا پایله ورنه کړه.
هغه مهال د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ د ګډو خونو مسول خانجان الکوزي وویل، پاکستانی لوري په...