عباس عراقچې د حماس وسله والې ډلې له مشرانو سره د غزې په بیارغونه خبرې کړي د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي قطر ته د سفر په ترڅ کې د حماس ډلې له مشرانو سره کتلي دي. د فرانسې خبري اژانس لیکلي، دا کتنه د پنجشنبې په ورځ شوې ده. امریکا متحده ایالاتونه او اروپايي ټولنه حماس وسله واله ډله ترهګریز سازمان بولي. حماس چې د قطر په پلازمینه دوحه کې سیاسي دفتر لري په یو بیان کې ویلي، د دې ډلې مشرانو له عراقچي سره د غزې د بیارغونې په اړه خبرې اترې کړي دي. د بیان پر بنسټ، په دې خبرو اترو کې د حماس لوړپوړې مشران له هغې ډلې محمد درویش او خلیل الحیه ګډون درلودل. د بیان... Читать полностью...