د بریکس له غړیو د امریکا د ولسمشر غوښتنه او د ۱۰۰٪ تعرفې د لوړولو خبرداری د امریکا د متحدوایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، پرون (پنجشنبې، د جنورۍ ۳۰مه) وویل چې امریکا له هغو هیوادونو چې د بریکس سازمان غړي دي، غواړي چې ژمنه وکړي چې نه به د بریکس نوې اسعار جوړوي او نه به د امریکايي ډالر د بدیل په توګه د نورو اسعارو ملاتړ کوي، که نه نو د ۱۰۰ سلنه تعرفو (مالیاتو) له ګواښ سره به مخامخ شي. د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، ټرمپ مخکې له دې، د بریکس سازمان غړو هېوادونو، برازیل، روسیې، هند، چین، او جنوبي افریقا ته د امریکايي ډالر د بدیل په اړه خبرداری ورکړی و. د بریکس د غړیو... Читать полностью...