په امریکا کې یوه الوتکه چې ۶۴ سپرلۍ په کې وې، ټکر شوې او لوېدلې د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې یوه مسافر وړونکې الوتکه له یوه پوځي بلک هاک هلي کاپټر سره تر ټکر وروسته سقوط شوې او سین ته لوېدلې ده. دغه الوتکه چې ویل کیږي ۶۰ سپرلۍ او ۴ عمله په کې وو، د ریګن هوایي ډګر کې د کیناستو پر مهال له هلي کاپټرې سره ټکر شوه. چارواکو ویلي چې بلک هاک هلي کاپټر کې درې پوځیان سپاره وو. تراوسه د دغې پیښې د مرګ ژوبلې کره شمېر معلوم نه دی، خو نړیوالو خبري اژانسونو لیکلي چې لږ تر لږه ۱۸ مړي له پوتامیک سیند څخه را ایستل شوي دي. لږ تر لږه ۵ تنه تراوسه ژوندي ژغورل شوي دي. Читать полностью...
Валерий Гергиев и Объединенный оркестр Мариинского и Большого театров выступят в рамках фестиваля «Гений места»