Флора, фауна и школа нового типа. Алтайские строители перенимают уникальный опыт коллег из Новосибирска
د جرمني پارلمان د کډوالو د مخنیوي طرحې تصویب کړې د جرمني پارلمان پرون چهارشنبه هغه طرحې تصویب کړې چې له مخې یې د دغه هېواد په پولو کې د کډوالو د پناه غوښتنې تر ډيره ردیږي. دغه طرحې چې شمېر یې معلوم نه دی، د اپوزیسیون د محافظه کارانو له خوا پارلمان ته وړاندې شوې وې چې د ښي اړخې افراطي ګوند (اې.ایف.ډي) په ملاتړ تصویب شوې. د جرمني (ډي.پي.اې) خبري اژانس لیکلي چې اوسنی حکومت مجبور نه دی چې یادې تګلارې عملي کړي، خو په جرمني کې درې اوونۍ وروسته ټاکنې کیږي او د نظر پوښتنو له مخې (اې.ایف.ډي) یا د جرمني لپاره بدیل ګوند چې د طرحو ملاتړ یې کړی، د بریالي کيدونکو ګوندونو په دویمه درجه کې دی. Читать полностью...