شام کې بدلون په منځني ختيز کې د روسيې شتون له کومو ننګونو سره مخ کړی؟ د جنورۍ پر ۲۲ مه د سوریې (شام) په طرطوس بندر کې د روسيې دوه بار وړونکې کشتۍ ولیدل شوی چې دا په ظاهره له سوریې څخه په پراخ کچ د روسي پوځي تجهیزاتو دایستلو د پلان برخه ده. د سوریې بندرونو ته د لاسرسي په بایللو سره که یوې خوا ته په منځني ختیز کې د روسیې ستراتېژي له ننګونو سره مخ ده، نو بلخوا دا پوښتنه هم ده چې اوس به د روسیې د سمندري ځواک بیړۍ په کومه ځي.؟ په بار وړونکیو کښتیو کې د درنو وسلو سلګونه برخې، توپخانې او د مهماتو بکسونه دي چې د حفاظت لپاره يې د روسيې سرتېري ګمارل شوي دي. دغو بېړیو ته تر اوږد انتظار وروسته بندر ته لاسرسی ورکړل شوی دی. Читать полностью...