د افغانستان د ښځو د کرکټ جلاوطنه لوبډله مسابقه کوي د استرالیا د کرکټ د ادارې اجرايي ريیس پرون (دوشنبې) په ملبرن کې د افغانستان د ښځو د کرکټ د جلاوطنه لوبډلې د یوې نمایشي مسابقې د تابیا خبر ورکړ. د افغانستان د ښځو کرکټ لوبډله به، چې په استرالیا کې له مېشتو افغان کډوالو څخه جوړه ده، د پنجشنبې په سهار د مېلبرن په جنکشن اوول کې د وِدهاؤټ بورډرز XI پر وړاندې شل اوریزه لوبه وکړي. دا لومړی ځل دی چې دوی د طالبانو له واک ته رسیدو او له خپل هېواد څخه له وتلو وروسته په یوه لوبډله کې رایوځای کېږي. د دې ټیم نیمایي لوبغاړې په کانبیرا کې او نیمايي نور په مېلبرن کې اوسي. Читать полностью...