په پنجاب کې د ګیس ټانکر چاودنې له امله ۶ کسان وژل شوي د پنجاب صوبې په ملتان کې د ګیس په یو ټانکر کې د چاودنې له وجې شپږ تنه وژل او شاوخوا ۲۶ زخمیان شوي دي. د ژغورنې ادارې چارواکي فاروق احمد مشال راډیو ته ویلي چې پېښه د جنورۍ پر ۲۶مه د شپې مهال د فهد ټاون په حمید پور سیمه کې شوې. هغه وویل، په ګاډي کې بار ټانکر څخه ګیس اخراجېدو له وجې اور ولګیده. نوموړي زیاته کړې چې چې په زخمي شوو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. فاروق احمد دا هم ویلي چې په پېښه کې کورونه هم ړنګ شوي دي. د ملتان چارواکي وايي چې د پېښې ځای او شاوخوا کورونو او نورو ودانیو ته یې بجلي او ګیس بند کړی دی. Читать полностью...
На пути к инновациям в медицине: интервью генерального директора сети клиник «Будь Здоров» на Radio Mediametrics