د بښني نړیوال سازمان: پاکستان افغان کډوالو سره له تبعیض ډک چلند کوي د بښني نړیوال سازمان په پاکستان کې د افغان کډوالو پر نیولو او ځورولو اعتراض کړی دی او د اسلام اباد دا هڅې یې له تبعیض ډکې بللې دي. دغه سازمان په یوه بیان کې، چې د چارشنبې په ورځ یې پر خپله ویبپاڼه خپور کړ، ویلي دي چې پولیس په اسلام اباد کې د شپې په مخه کورونه پلټي او په خپل سر یې په سلګونو افغانان نیولي دي، چې په دوی کې ښځې او ماشومان هم شته. روانې اونۍ ازادي راډیو داسې راپورونه ترلاسه کړل چې پولیسو شاوخوا اته سوه افغانان په اسلام آباد کې نیولي دي. په پاکستان کې د کډوالو د برخې مسؤلینو د سې شنبې... Читать полностью...