افغان خبریال مهدي انصاري په یو نیم کال بند محکوم شوی دی په کابل کې د طالبانو یوې محکمې د ( افغان خبري اژانس) خبریال مهدي انصاري په یونیم کال بند محکوم کړی دی. د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان نن چهارشنبه ( د مرغومي ۱۹مه) په یوه خبرپاڼه کې د ښاغلي مهدي محکومیت تایید کړی او له نړیوالو بنسټونو یې غوښتي چې د هغه ازادۍ ته سملاسي اقدام وکړي. د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه رسمي تبصره نه ده کړې. مهدي انصاري د روان لمریز کال د تلې/میزان په میاشت کې د کابل پل سرخ سیمه کې له دفتره تر وتلو وروسته تري تم شو. د طالبانو حکومت هغه مهال د خپلو استخباراتو له خوا د مهدي انصاري د نیولو خبرونه رد کړل. Читать полностью...
Сеть клиник «Будь Здоров» стала лауреатом III Национальной премии в области развития корпоративного спорта