اوکراین د روسیې یوه هوایي اډه کې د تيلو زیرمه ویشتې ده اوکراین وایي، د روسیې په جنوبي سیمه سرتوف کې یې د تيلو یوه ډيپو په نښه کړې ده. برید نن چهارشنبه ( د مرغومي ۱۹مه) په یوه ستراتیژیکه هوایي اډه کې د تيلو پر زیرمې شوی چې د اوکراین د لوی درستیز په خبره " روسي اشغالګرو" ته یې د لوجستیک په برخه کې ستونزې پیښې کړي دي. خبر کې راغلي چې دغه برید د یوې اوکراینۍ وسلې په مټ شوی دی، نه د هغو وسلو په مټ چې لویدیځو هېوادونو اوکراین ته ورکړي دي. روسي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د اوکرایني چاروکو په خبره دغې اډه کې د چاودنو غږ اوریدل شوی او اور بل شوی دی. Читать полностью...
«По 85 тысяч долларов с каждого»: Разин требует с российских артистов за концерт в честь Юры Шатунова