د بریتانیا ځانګړو ځواکونو منلې چې افغانستان کې یې بې ګنا کسان وژلي د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو یوشمېر سرتیرو چې افغانستان کې يې ماموریت کړی ویلي د " مشکوکو طالب وسله والو" په ضد د دوی عملیاتو کې بې ګنا افغانان وژل او ټپیان شوي دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې چې نن چهارشنبه یې خپور کړی، ځانګړو سرتیرو دغه څرګندونې د هغه خپلواک تحقیق پر مهال کړي چې دفاع وزارت یې د بي بي سي له یوې څیړنې وروسته امر کړی و. د بي بي سي په څیړنه کې راغلي چې د بریتانیا ځانګړو هوایي ځواکونو لس کاله وړاندې د مشکوکو سخت دریځو په ضد عملیاتو کې ۵۴ کسان وژلي چې خپلو پوځي پولیسو ته یې په اړه معلومات نه دي ورکړي. Читать полностью...
«По 85 тысяч долларов с каждого»: Разин требует с российских артистов за концерт в честь Юры Шатунова