طالبانو ویلي، د خصوصي پوهنتونونو له استادانو ازموینه اخلي طالبانو د هېواد ټولو خصوصي پوهنتونونو ته ویلي چې له خپلو استادانو د هغوی د سویې او تخصص د معلومولو لپاره لیکلې او شفاهي ازموینې واخلي. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په وینا، دا ازموینې د لوړو زدهکړو په موسسو کې د استادانو د وړتیاوو د ارزولو لپاره ترسره کېږي. د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت له رسمي لیک سره سم، چې پرون (دوشنبې) رسنیو ترلاسه کړ، دا ازموینې به د ځانګړې کمېټې لهخوا څارل کېږي چې مشري به یې د طالبانو د "اسلامي تخصصاتو ریاست" ريیس کوي. په دې کمېټه کې به د پوهنتونونو د شرعیاتو پوهنځیو ريیسان او د هر ولایت یو استاد هم شامل وي. Читать полностью...
Сеть клиник «Будь Здоров» стала лауреатом III Национальной премии в области развития корпоративного спорта