د بریتانیا یو شمېر قانون پوهانو له افغانستان سره د کریکټ لوبو د لغوه کېدو غوښتنه کړې د بریتانیا د پارلمان یوشمیرغړیو له انګلستان څخه غوښتي چې راتلونکې میاشت د افغانستان په وړاندې د کرکټ د چمپینز ټرافي لوبه بایکاټ کړي او ویلي یې دي چې د انګلستان کرکټ بورډ (ECB) باید د طالبانو له لوري د ښځو د ځپنې په وړاندې دریځ ونیسي. ټاکل شوې ده چې انګلستان د فبرورۍ میاشتې په ۲۶مه د پاکستان په لاهور کې په یوه ګروپ کې له افغانستان سره لومړنۍ لوبه وکړي. د رویترز خبري آژانس د راپورله مځې د دوشنبې په ورځ له ۱۶۰ څخه زیاتو سیاستوالو په یوه لاسلیک شوي لیک کې د انګلستان له لوبغاړو او چارواکو څخه غوښتي... Читать полностью...