د کرکټ تر ۲۰ اووره او يو ورځنيو وروسته، افغانستان له زیمبابوې د ټېسټ لوبلړۍ هم وګټله د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د جنورۍ پر شپږمه د زیمبابوې په بولاوايوا کې د ټېسټ کرکټ لوبو په دوهمه او اخري سیالۍ کې په ماتې ورکولو سره دا لوبلړۍ وګټله. دا پينځه ورځنۍ سیالي د جنورۍ پر دويمه پيل شوې وه. په لومړۍ پاڼۍ (اننګز) کې افغانستان ۱۵۷ او په دويمه کې ۳۶۳ منډې جوړې کړې وي. په ځواب کې یې زيمبابوې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۲۴۳ او په دوهمه کې ۲۰۵ منډې وکړې او په دې توګه یې دا لوبه په ۷۲ منډو وبایلله. د افغانستان راشد خان ۱۱ ویکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو. په بیټينګ کې عصت عالم چې خپله لومړۍ ټېسټ لوبه یې کوله، سلیزه جوړه کړه. Читать полностью...
Предложение через час, 109 дней с дочкой Элвиса Пресли, миллионы на комиксы. Странности Николаса Кейджа