په خوست کې ګېس د هغې کورنۍ ۵ کسان وژلي چې له پکتیکا د علاج لپاره ورغلي وو په خوست کې په یوه کوټه کې د ګېس خورېدو له امله د یوې کورنۍ پینځه کسان وژل شوي دي. په خوست کې د طالبانو حکومت د امنیه قوماندانۍ ویاند، محمد طاهر احرار، د جنورۍ پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې وژل شوي کسان د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي ول او د یو ناروغ د درملنې لپاره خوست ته ورغلي ول. د هغه په وینا، دغه کسان ګېس نیولي ول او تر سهاره یې په حال څوک نه ول خبر. دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر په ۲۸مه هم په خوست کې د ګاز ډبې د چاودنې له کبله د یوې کورنۍ څلور تنه، چې مور او درې ماشومان یې ول، وژل شوي ول. Читать полностью...
Сеть клиник «Будь Здоров» стала лауреатом III Национальной премии в области развития корпоративного спорта
Волочкова снова вспоминает об олигархе Керимове: «Сулейман был женат, но я не знала! И приняла решение уйти»