د طالبانو د حج او اوقافو وزارت مرستیال ترکیې ته سفر کړی د طالبانو د حج او اوقافو وزارت وايي، چې د دوی یو هیئت ترکیې ته د رسمي سفر پر مهال د ترکیې له چارواکو او دیني عالمانو سره پر دیني، علمي مسایلو او د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې. د طالبانو د حج او اوقافو وزارت مرستیال مولوي عزیزالرحمن منصور د یوه هیئت په مشرۍ پرون یکشنبه ترکیې ته لاړ. دغه وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه سفر د ترکیې د دیني چارو ادارې په بلنه شوی دی. د ترکیې ځینو دیني عالمانو او چارواکو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر تعلیم د طالبانو پر بندیز انتقاد کړی دی. Читать полностью...
«По 85 тысяч долларов с каждого»: Разин требует с российских артистов за концерт в честь Юры Шатунова