د ترکیې دفاع وزارت: په سوریه کې د عملیاتو پر مهال د کردستان د کارګرانو ګوند ۳۲ غړي وژل شوي دي د ترکیې دفاع وزارت وايي، چې د دغه هېواد وسلوالو ځواکونو د سوریې په شمال کې د پوځي عملیاتو پر مهال د کردستان د کارګرانو ګوند یا (PKK) ۳۲ غړي وژلي دي. دغه وزارت پرون یکشنبه ویلي، چې د عراق په شمال کې هم د ترکیې په پوځي عملیاتو کې د کردستان د کارګرانو ګوند ۴ غړي وژل شوي دي. په ترکیه کې د PKK ګوند فعالیت منع شوی دی. بل لوري ته د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي، چې د سوریې په شمال کې په تېرو دوو ورځو کې د کردانو په مشرۍ د ځواکونو او د ترکیې له ملاتړه د برخمنو لوریو ترمنځ د شخړو د زیاتېدو له کبله له خواوو لوریو څه باندې ۱۰۰ کسان وژل شوي دي. Читать полностью...
Почему бабушка в 87 лет всех помнит и решает ребусы, но не может правильно нажать две кнопки на телефоне?